د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه اي نن سهار د غویی په ۲۰مه د کار او کارګر د اونۍ په مناسبت په زرګونو کارګرانو سره په کتنه کې د صهیونیستي رژیم له خوا د امریکا او انګلستان په ملاتړ په غزې او فلسطین کې د بې رحمه جنایتونو او وژنو دوام ته په اشارې ټینګار وکړ: ملتونه باید د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو په وړاندې ودریږي او اجازه ورنکړي چې د فلسطین اړوند مسایل هېر شي.
حضرت آیت الله خامنه اي هغو مغرضانه سیاستونو ته په اشارې سره چې د فلسطین د مسئلې هېرولو په لټه کې دي، ټینګار وکړ: مسلمان ملتونه باید اجازه ورنکړي چې د بېلابېلو اوازو او بې اړونده او بې معنی خبرو په منځته راتلو سره، عامه افکار د فلسطین، غزې او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو څخه جلا شي.
هغه د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو په وړاندې د نړۍ دریځ نیول اړین وبلل او ویې ویل: امریکا په ریښتیني معنی د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي او که څه هم د سیاست په نړۍ کې داسې څرګندونې کیږي چې ممکن ترې نور برداشتونه وشي، خو حقیقت دا دی چې د فلسطین او غزې مظلوم خلک نه یوازې د صهیونیستي رژیم سره بلکې د امریکا او انګلستان سره هم مخامخ دي او هغوی د جنایتونو او وژنو د مخنیوي پر ځای، په دې ډول د وسلو او امکاناتو په لیږلو سره جنایتکار پیاوړی کوي او مرسته ورسره کوي.
د انقلاب رهبر په دې ټینګار سره چې ځینې شعارونه، خبرې او لنډمهاله پېښې باید د فلسطین د مسئلې د هېرېدو لامل نشي، څرګنده کړه: د خدای په فضل او عزت او جلال سره به فلسطین پر صهیونیست اشغالګرو بریالی شي او د باطل جریان څو ورځنی جولان به پای ته ورسیږي. لکه څنګه چې هغه کارونه چې دوی په سوریه کې کوي د دوی د قوت نښه نه ده، بلکې د ضعف نښه ده او د لا زیات ضعف لامل به یی هم شي.
حضرت آیت الله خامنه اي هیله څرګنده کړه چې د ایران ملت او مومن ملتونه به یوه ورځ د فلسطین د هغه خاورې پر غاصبانو بریا په خپلو سترګو وویني.
د خبر پایله.
Your Comment